د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون وايي، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال جوړیدا فساد موضوع کې سفېره رویا رحماني په رښتیني ډول همکاري نه کوي او متحده ایالاتو کې د افغانستان ښه استازولي هم نه شي کولی.
د راپورونو پر بنسټ، امریکا کې د افغانستان سفارت۷۰ متره اوږد دېوال په ۱،۸ ميلیون ډالرو رغول شوی او سفارت د یوه شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد کړې او دغه چاره یې د بل شرکت له لارې په ۲۱ برابره لوړه بیه ترسره کړي.
د ولسي جرګې د مالي او بویجې کمیسیون غړی جاوید ساپی، چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت اړوند دیوال موضوع کې د فساد شوي ادعا د څېړلو لپاره په رسمي توګه تللی وايي، د دیوال د جوړیدا پروژه له پېله تر دې دمه د ملي تدارکاتو د قانون خلاف روانه ده او هېڅ اصل ته په کې پام نه دی شوی.
نوموړی وايي، واشنګټن کې د افغانستان سفارت، چې سولې او جګړې ته د لابیګرۍ مهم ځای دی، غیر مسلکي او هغه کسانو ته چې د مسوولیت احساس نه لري سپارل شوی دی.
تېره میاشت هم جاوید ساپي ویلي و، چې د ولسې جرګې له لورې د دیوال موضوع د څېړلو لپاره ګمارل شوی؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یې سفارت ته نه معرفي کوي، چې په دې اړه د زاویې نیوز تر راپور وروسته، متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت ته ور وپيژندل شو.
خلک وايي، فساد اړونده موضوعات باید په جدیت سره وڅیړل شي او په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني دې څارنوالۍ ته ورپيژندل شي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د میاشتو تېریدا سره لا هم د دیوال فساد څېړلو لپاره د افغانانو کمپاین دوام لري او په دې برخه کې د مفسدینو ته د سزا ورکولو غوښتونکي دي.